۰
د پاکستان لومړی وزیر:

د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري، باید ښکېلې خواوې خبرو ته کېني

دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۲
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، د افغانستان جګړه له نظامي لارې حل نه لري او باید ښکېلې خواوې خبرو ته سره کېني.
د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري، باید ښکېلې خواوې خبرو ته کېني
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، د افغانستان جګړه له نظامي لارې حل نه لري او باید ښکېلې خواوې خبرو ته سره کېني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عباسي دغه څرګندونې له بلومبرګ نشریې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت او وسله وال مخالفین یې د خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر طالبانو وروستیو فشارونو ته د شک په سترګه کتلي او ویلي یې دي، چې یوه ورځ اړتیا پیدا کېږي، چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

د عباسي په خبره د دې هوکړې له پاره اړینه ده، چې دواړه لوري د خبرو مېز ته کېني او ستونزې د سیاسي لارې حل کړي.

عباسي دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او امریکا ویلي نورو له هغه کسانو سره چې سوله نه غواړي او د کابل د وروستیو بریدونو په شان بریدونه کوي، سوله نه کوي، بلکې د جګړې پر میدان به یې ترې ګټي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي