۰

د سوریې پر سر د امریکا او روسیې د استازو خبرې په لفظي شخړه اوښتې

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۹
په ملګرو ملتونو کې د سوریې پر سر خبرو اترو کې د روسیې او امریکا د استازو تر منځ خبرې پر لفظي شخړه پای ته رسېدلي دي.
د سوریې پر سر د امریکا او روسیې د استازو خبرې په لفظي شخړه اوښتې
په ملګرو ملتونو کې د سوریې پر سر خبرو اترو کې د روسیې او امریکا د استازو تر منځ خبرې پر لفظي شخړه پای ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي، د روسیې حکومت د بشارالاسد ملاتړ کوي او بشارالاسد په جګړه کې کېمیاوی وسلې کارولې.

نوموړې زیاته کړې، روسیه تورنه کړې، چې د  بشارالاسد د دې کار مخه نه نیسي او په دې برخه کې په څېړنو کې همکاري نه کوي.

خو د روسیې استازي واسیلي نبېنزیا بیا د امریکايي استازې دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، د امریکا موخه داده، چې د سوریې حکومت په بشري سرغړونه او د کیمیاوي وسلو په کارونه تورن کړي.

دغه بحث د دواړو لورو په لفظي شخړه پای ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:نړوالې چارې

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي