۰
روسیه:

امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د روسیې رول نه غواړي

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۲
روسیه وايي چمتو ده، چې د افغانستان سره د سولې سربېره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي، خو په وینا یې امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د مسکو رول لوبول نه غواړي.
امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د روسیې رول نه غواړي
روسیه وايي چمتو ده، چې د افغانستان سره د سولې سربېره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي، خو په وینا یې امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د مسکو رول لوبول نه غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې د مسکو رول له پامه غورځولی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې روسیه چمتوه ده، تر څو له امریکا د دې مذاکراتو په همغږۍ کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش له نفوذ او فعالیت د زیاتېدو څخه هم اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د ټولې سیمې او نړۍ له پاره ګواښ بللی دی.

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف امریکا بیا په افغانستان کې له داعش سره په مرستې هم تورنه کړې او ویلي یې دي، چې داعشیان د امریکا پر مټ افغانستان ته لېږدول کېږي.

نوموړي ویلي داسې اسناد او لاسوندونه شته چې ښيي امریکايي پوځ له سوریې او عراق څخه له وتونکو داعشیانو سره مرسته کوي تر څو افغانستان ته داخل شي.

د هغه په وینا دا چې د افغانستان هوايي حریم د امریکايي ځواکونو په واک او تر څار لاندې دی نو له دې ښکاري، چې یا دوی داعش افغانستان ته لېږدوي، او یا د هغه چورلکو مخنیوی نه کوي، چې د داعش لېږدونکې دي.

امریکايي چارواکو بیا د روسیې دغه څرګندونې رد کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي