۰

د سعودي عربستان او پاکستان کډ پوځي تمرینونه پای ته ورسېدل

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۹
پاکستانۍ وايي، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د ګډو سمندري پوځي تمریناتو څلورمه لړۍ هم پای ته ورسېده.
د سعودي عربستان او پاکستان کډ پوځي تمرینونه پای ته ورسېدل
پاکستانۍ وايي، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د ګډو سمندري پوځي تمریناتو څلورمه لړۍ هم پای ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان نه خپرېدونکې ایکسپرس ترېبیون ورځپانې ویلي، دغه ګډ پوځي تمرینونه تېره ورځ جمعه د سلواغې ۲۷ پای ته رسېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د پاکستان او سعودي عربستان د پوځیانو دغه تمرینات کراچۍ بندر ته نېږدې په عرب سمندر کې پیل او پای ته ورسېدل.

دغه پوځي تمرینا چې افعال الساحل تر نامه لاندې تر سره شول، په کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ترهګرۍ سره د مبارې د طرحې او د هغوی د پتنځایونو د لمنځه وړلو او دغه راز د سمندري غلو پر وړاندې پر مبارزې راڅرخېدل.

ویل کېږي د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ دغه ګډ سمندري پوځي تمرینات د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ظرفیت جوړونې له پاره په لار اچول شوي و.

باید و ویل شي، چې د سعودي او پاکستان تر منځ د نسیم البحر تر منځ سمندري پوځي تمرینات چې د سلواغې په ۲۱ مه په سعودي عربستان کې پیل شوي تر اوسه دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي