۰
د قزاقستان ولسمشر:

افغانستان ته د داعشیانو لېږدېدل د اندېښنې وړ دي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
د راپورونو له مخې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف، افغانستان ته د داعش د وسله والو پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې ده.
افغانستان ته د داعشیانو لېږدېدل د اندېښنې وړ دي
د راپورونو له مخې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف، افغانستان ته د داعش د وسله والو پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نظربایوف ویلي، دا چې داعش په عراق او سوریه کې ماته خوړلې او دوی کوم ځانګړی هېواد نه لري، نو نو هر ځای ته خپل وسله وال لېږدولی شي.

هغه زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې دغه ډلې خپل ځينې غړي له عراق او سوریې افغانستان ته لېږدولي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

د ده په وینا له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی اوغواړي په دې هېواد کې سترې اقتصادي پروژې ولري، خو له بده مرغه چې امنیت یې د ډاډ وړ نه دی.

د قزاقستان ولسمشر ټینګار کړی، چې تر خپلې وسې به د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته وکړي

د قزاقستان د ولسمشر په وینا که په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي، نو د منځۍ اسیا هېوادونه به د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانیزیت سترې پروژې پيل کړي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې روسیې هم افغانستان ته له عراق او سوریې څخه د داعشیانو په لېږدېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

وړاندې داسې راپورونه و، چې د داعش ځینې برېتانوي او فرانسوي غړي له سوریې او عراق څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته تللي او د جګړې په لیکو کې یې فعالیت پیل کړی دی.

برېتانوي ورځپاڼو هم د دغه خبرې پلخی کړی او د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې ښايي د داعش ځینې برېتانوي غړي افغانستان ته تللي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي