د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم الاعرجي وايي، له اردون څخه یې دا نه دي غوښتي، چې د پخواني وژل شوي ولسمشر صدام حسین لور رغد صدام دې عراق ته وسپاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې د عراق حکومت له اردون څخه غوښتي چې د پخواني ولسمشر صدام حسین لور رغد صدام د عراق حکومت ته وسپاري.
خو د عراق د کورنیو چارو وزیر دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې له اردني چارواکو سره یې د هغه کسانو په اړه خبرې نه دي کړې، چې د رسنیو په خبره د عراق حکومت یې په لټه کې دی.
د هغه په وینا د عراق حکومت هېڅکله هم د هغه کسانو د نیولو امر نه دی کړی چې له دوی سره پر سیاسي مسایلو کې اختلاف لري.
د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم الاعرجي ویلي، د رغد صدام د نیولو اوازې دروغ دي او واقعیت نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل