د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکي یا بالر راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې، د بالرانو لومړی مقام خپل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا نن سه شنبې د (کب اوله) دا خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې راشد په یو ورځینو سیالیو کې د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی دی.
د کرکت نړیوالې شورا یا آی سي سي راشدخان ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې دی په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د بالنګ په برخه کې لومړي مقام ته رسېږي.
دغه شورا زیاته کړې، چې راشدخان خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټې اخیستي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا همداراز ویلي چې هندي لوبغاړی جسپرت بومرا هم د اوس لپاره له راشد خان سره په ګډه د ۷۸۷ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې پاتې شوی دی.
بومرا هم د راشد خان په څېر ۳۷ لوبې کړي، خو ۶۴ ویکټې یې ترلاسه کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل