۰

کابل کې شوي ځانمرګي برید یو تن وژلی او شپږ یې ټپیان کړي

شنبی ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۷
د کورنیو چارو وزرت وايي، پلازمېنه کابل کې د شوي ځانمرګي برید له امله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
کابل کې شوي ځانمرګي برید یو تن وژلی او شپږ یې ټپیان کړي
د کورنیو چارو وزرت وايي، پلازمېنه کابل کې د شوي ځانمرګي برید له امله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شنبې د کب پنځمه شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د شش درک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید کوونکي، چې پلی روان و او هڅه یې کوله د شش درک سیمې ته د ننه شي ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وینا په دې برید کې یو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي، چې ټپيانو کې د دوه تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.

دانش وايي، تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو هویت نه دی معلوم، چې ولسي وګړي دي، که څنګه خو زیاتوي، چې پلټونکی ټیم سیمې ته رسېدلی او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.

په ورته وخت کې په سیمه کې عیني شاهدان هم وايي، چې بریدګر پلی و او په چاودنه کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ کې بیا موټر بم ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د لشکرګاه برید د پولیسو حوزې ته څېرمه رامنځ ته شوی، چې له امله یې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د نادعلي ولسوالۍ د ماتکې په سیمه کې بیا د ملي اردو په یوه مرکز د هاموي موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د بریدونو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې، خو د کابل د برید په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په یوه ورځ کې درېیم ځانمرګی برید دی، چې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي