په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو له سیاسي مرستیال سره کتلي او د تاتارستان په کازان غونډه کې یې هغه ته د ګډون بلنه ورکړه.
د روسیې سفیر نن دوشنبې (د ثور ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې د پخوا په پرتله پراخې کړي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو او روسیې ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او تعامل د سیمې په ثبات او د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولای شي.
نوموړي د طالبانو سياسي مرستيال ته د تاتارستان په کازان ښار کې په نړيواله غونډه کې د ګډون د بلنې تر څنګ د دغې غونډې په اړه معلومات ورکړل.
مولوي عبدالکبیر هم وویل، چې د کابل او مسکو اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لامل شي.
نوموړي د کازان تاتارستان غونډې ته د روسیې د بلنې له امله مننه وکړه او د دغې ډلې او روسیې اړیکې یې مهمې وبللې.
جمهورخبري آژانس