۰
ناټو:

اسلامي هېوادونه به پر وسله والو طالبانو فشارونه زیات کړي

یکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۳۰
د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزولو له پاره کابل ته د ناټو راغلی پلاوی وايي، پر وسله والو طالبانو به د اسلامي هېوادونو له خوا فشارونه زیات کړای شي.
اسلامي هېوادونه به پر وسله والو طالبانو فشارونه زیات کړي
د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزولو له پاره کابل ته د ناټو راغلی پلاوی وايي، پر وسله والو طالبانو به د اسلامي هېوادونو له خوا فشارونه زیات کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي چې کابل، بلخ او هرات ولایتونو ته یې سفرونه کړي، ویلي ناټو اجازه نه ورکوي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکزونو بدل شي.

د ناټو په سازمان کې د امریکا، جرمني، ایرلينډ او د ترکیې سفیران افغانستان ته راغلي او دلته یې د افغان چارواکو او د ناټو ماموریت له مسؤلینو سره يې بحث او خبرې کړي.

دغه پلاوی به د افغانستان په اړه خپلې موندنې د ناټو سازمان په غونډه کې چې په جولای میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، شریکې کړي.

په ناټو سازمان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیرې کې بیلي هاچیسون په کابل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چې د اسلامي هېوادونو له خوا به پر وسله والو طالبانو پوځي، اجتماعي او مذهبي فشارونه زیات شي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان باید دا درک کړي، چې د جګړې له لارې نه شي بریالی کېدای خو ښه به دا وي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د هاچیسون په خبره د دوی ۲۹ متحدین ټول په یوه خوله په افغانستان کې سوله غواړي او په وینا یې پرته له شکه چې د افغانستان سوله به په امریکا، کاناډا او اروپا هم مثبت اغېز پرېباسي.

دغه پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې ټاکل شوې په راتلونکې جولای میاشت کې په بروکسل کې نړیواله ټولنه د افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنه بیا تازه کړي.
جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي