۰

حکومت د آمو سیند افغان لوري ته تحکیمات جوړوي

یکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۴
پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدو او تخريباتو د مخنيوي له پاره د بېلا بېلو وزارتونو یو لوړپوړی پلاوی له کابله مزارشريف ښار ته رسېدلی دی.
حکومت د آمو سیند افغان لوري ته تحکیمات جوړوي
پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدو او تخريباتو د مخنيوي له پاره د بېلا بېلو وزارتونو یو لوړپوړی پلاوی له کابله مزارشريف ښار ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه پلاوي کې د اوبو او برېښنا، ملي دفاع، بهرنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت، امنيت شورا او اراضۍ ادارې چارواکي شامل دي.

د ياد پلاوي په استازيتوب د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود قاضي زاده و ویل، حکومت تصميم لري چې د امو سيند افغان لوري ته د تحکيماتو په جوړېدو بنسټيزې چارې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د امو سيند پر تحکيم بندۍ ۳۳۲ ميلونه ډالره لګول شوي، خو هېڅ ګټه يې نه ده کړې.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي وايي، د امو سيند د تخريباتو مخنيوی او پر وړاندې يې د تحکمياتو جوړول د محلي ادارې له وسه پورته خبره ده.

د بلخ دغه چارواکی زیاتوي، چې د دوی د اټکل له مخې، پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدل کابو يو ميليارد امريکايي ډالره لګښت ته اړتيا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي