۰
اسفندیار ولي خان:

چې پنجابیان له خپلو سیمو پښتانه باسي، پښتانې دې هم دوی وباسي

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۶
د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، دا چې پنجابیان په خپلو سیمو کې پښتانه ځورروي او له خپلو سیمو یې باسي نو پښتانه دې هم راپاڅي او پنجابیان دې له خپلو سیمو وباسي.
چې پنجابیان له خپلو سیمو پښتانه باسي، پښتانې دې هم دوی وباسي
د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، دا چې پنجابیان په خپلو سیمو کې پښتانه ځورروي او له خپلو سیمو یې باسي< نو پښتانه دې هم راپاڅي او پنجابیان دې له خپلو سیمو وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولي خان دغه څرګندونې تېره ورځ په یوه لویه غونده کې کړې او ویلي یې چې په دې وروستیو کې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا تبعضي چلند روان دی.

نوموړي خبردارۍ ورکړی، چې له پښتنو سره د پاکستاني حکومت د دغه تبعیضي چلند پر وړاندې به نور پښتانه خاموش پاتې نه شي بلکې راوبه پارېږي.

ولي خان په خپلو خبرو کې زیاته کړې« پنجابیان په پنجاب کې پښتانه نه پرېږدي او له دوی سره ناوړه چلند کوي، نو پښتانه هم حق لري چې پنجابیان له خپلې خاورې وباسي.»

ښاغلی خان وايي، د ټولو پښتونپالو ګوندونو لپاره اوس تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې په سیمه کې د پښتونو پر وړاندې د روان ناوړه حالت او چلند پر وړاندې ودرېږي.

د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر ویلي پښتانه به خپل لاریونونه روان ساتي او د خپلو د حقوقو د ساتنې لپاره به سره یو ځای وي.

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د نقیب الله مسید تر وژل کېدو وروسته چې د پولیسو په یوه جعلي جګړه کې و وژل شو، د ډېورنډ کرښې پورې غاړې پښتانه راوپارول او د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو له پاره یې لاریونونه پیل کړل.

که څه هم لاریون والو تر ۱۲ ورځې لاریون وروسته د یوې میاشتې له پاره لاریونونه بندل کړل خو له دې سره بیا هم په ځینو سیمو کې د پاکستان د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي