۰

د امریکا د ملي امنیت شولا یو پلاوی پاکستان ته تللی دی

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۹
راپورنه وايي، د امریکا د ملي امنیت شورا یو پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې د بندو دروازو تر شاه خبرې پیل کړې دي.
د امریکا د ملي امنیت شولا یو پلاوی پاکستان ته تللی دی
راپورنه وايي، د امریکا د ملي امنیت شورا یو پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې د بندو دروازو تر شاه خبرې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم د دې ناستې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ښايي، خبرې تر ډېره د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو پر بیا رغاوي راڅرخي.

پاکستاني چارواکو هم د دغه پلاوي د ورتګ پخلی کړی او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه د متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو له جګپوړې رييسې لیزا کرتیس سره پرون سهار وکتل.

نوموړي زیاته کړې، د دواړو خواوو چارواکي په خبرو بوخت دي، چې تراوسه پورې نتیجې ته نه دي رسېدلي خو د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره پکار ده چې دواړه هیوادونه یو لړ اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې اسوشیتید پریس خبري اژانس بیا ویلي چې امریکايي پلاوي وروسته د پاکستان له کورنیو چارو وزیر احسان اقبال سره وکتل.

اژانس وايي چې رسنیو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د دواړو خواوو د خبرو د جزییاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د حل کولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي