۰

افغانستان کرکټ کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۴
افغان ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو له پاره په یوه تمریني لوبه کې ویسټ انډيز ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
افغانستان کرکټ کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه
افغان ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو له پاره په یوه تمریني لوبه کې ویسټ انډيز ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه تېره ورځ سه شنبې د کب ۸ مه د زمبابوې په حراري لوبغالي، کې چېرته چې به د نړیوال غوراوي سیالۍ هم تر سره شي وشوه.

د دغه لوبې کپتاني یا لوبډل مشري د راشد خان په غاړه وه، ځکه لوبډلمشر اصغر ستانکزی د ابنډېکس د عملیات له امله روغتون کې بستر دی.

د لوبې پچه ویسټ اندیز لوبډلې وګټله او افغان لوري ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، خو د افغان توپ ووهونکو پیل ښه نه و، هغه مهال چې ۲۵ اوره تر سره شوي و، د افغانستان ۸ لوبغاړي سوځېدلي او ۸۲ منډې یې وې.

خو تر دې وروسته د سمیع الله شینواري او ګلبدین نایب ښې ملګرتیا وکولای شي، چې په ۳۵ اورونو کې د افغانستان منډې تر ۱۶۳ پورې ورسوي.

لوبه اصلآ ۵۰ اوره خو د باران د ورېدو له امله ۳۵ اورونو ته راټیټ چې ورسره هم د افغانستان هدف هم راکم او ۱۴۰ وټاکل شو.

خو ویسټ انډیز لوبډلې چې خورا پياوړې لوبډله او د ۲۰ اوریزه سیالیو نړیوال اتل هم دی، ونه شوای کولای د افغانستان دغه کم ورکړل شوی هدف پوره کړي، که څه هم فکر کېده چې په خورا اسانۍ به یې وګټي.

د ویسټ انډیز ټول لوبغاړي په ۱۱۰ منډو وسوځېدل او دغه لوبه یې افغانستان ته د ۲۹ منډو په توپیر سره وبایلله.

افغان توپ اچوونکي خورا ښه وځلېدل، دولت ځدران هټرک یا درې لوبغاړي یې سرپه سر وسوځول او ټولې یې څلور ویکټې تر لاسه کړي.

دوه لوبغاړي د راشد خان، دوه د شرف الدین اشرف او یو یو محمد نبي او شاپور ځدران وسوځول.

باید و ویل شي، چې د غوراوي سیالۍ د مارچ په څلورمه پیلېږي چې افغانستان په کې له سکاټلنډ سره اوله لوبه لري.

په بي ګروپ کې له افغانستان سره زمبابوې، هانګ کانګ او نیپال هم شته او دا سیالۍ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته د ورتلو لار ده.

په الف ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلنډ، متحده عرب امارات، هالنډ او پاپونیوګیني دي.

له ګروپي سیالیو څخه شپرو ټیمونه دویم پړاو (سوپر۶) ته ځي چې بیا له دغې ډلې نه د سر دوه ټیمونه نړیوال جام ته لار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي