۰

هند د افغانستان له پاره نوی سفیر ټاکلی دی

شنبی ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۶
هندي رسنۍ وايي، هند د منپریت وهورا پر ځای وینای کومار په افغانستان کې خپل نوی سفیر ټاکلی دی.
هند د افغانستان له پاره نوی سفیر ټاکلی دی
هندي رسنۍ وايي، هند د منپریت وهورا پر ځای وینای کومار په افغانستان کې خپل نوی سفیر ټاکلی دی.

د جمهور آژنس د خبر له مخې وینای کومار د هند د بهرنیو چارو وزارت مهم کارکوونکی او پياوړی ديپلومات دی او دې وروسته کابل کې د منپریت وهورا پر ځای دنده تر سره کوي.

هندی رسنیو زیاته کړې، چې وینای کومار په ګڼو هېوادونو کې د هند ديپلوماتیک ماموریتونه تر سره کړي دي او په ملګرو ملتونو کې هم د هند دایمي استازی و.

د هند حکومت ویلي په دې وروستیو کې د افغانستان او هند تر منځ اړیکو تر بل هر وخت ډېر پرمختګ لرلی دی نو په همدې لړ کې به وینای کومار دغه اړیکې نورې هم پياوړې او پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي