۰

افغانستان د نړیوال جام د غوراوی لومړۍ لوبه بای کړه

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام غوراوي سیالیو د لړۍ خپله لومړی لوبه سکاټلېنډ لوبډلې ته وبایلله.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوی لومړۍ لوبه بای کړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام غوراوي سیالیو د لړۍ خپله لومړی لوبه سکاټلېنډ لوبډلې ته وبایلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال جام د غوراوی سیالۍ چې تېره ورځ د روانې میلادي میاشتې څلورمه نېټه زمبابوې کې پیل شوې لومړۍ له سکاټلنډ سره بخت وازمویه، خو پیل یې ښه نه.

د تېرې ورځې لوبې ټاس یا پچه سکاټلېنډ لوبډل مشر وګټله او خپله یې لومړی د توپ اچوونې یا بالېنګ پرېکړه وکړه.

افغانستان توپ وهنه پیل کړه، خو پیل یې ښه نه و، د سر لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځېدل، خو د محمد نبي ۹۲ او نجیب الله ځدراڼ ۶۷ منډو یو څه راکابوه کړه او د افغانستان هدف یې ۲۵۶ ته ورساوه.

د نبي او نجیب تر سوځېدلو وروسته نور لوبغاړي هم تر ډېره د سکالېندي توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېدل او په پنځوسم اور کې یې په ۲۵۵ منډو ټولو وسوځېدل.

د لوبې په توهم پانۍ کې د سکاټلېنډ د توپ وهنې هم خوند نه وو د سر لوبغاړي یې مجیب ځدران له مخې لرې کړل، خو تر هغې وروسته ملکلویډ او بیرینګټن په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

ملکلویډ ۱۵۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده، بیرینګټن بیا په ۶۷ منډو د راشدخان له خوا پر داسې مهال وسوځول شو، چې نور یې لوبه په ۴۸ اور کې د ۷ ویکټو په لرلو سره وګټله.

باید و ویل شي، چې افغانستان په خپل ګروپ کې دوهمه لوبه سبا سه شنبې د کب ۱۵ مه له زمبابوې لوبډلې سره لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي