۰

ترکیه کې د امریکا سفارت د یوې ورځې له پاره تړل شوی

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۶
ترکیه کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې د امنیتي ګواښ له امله به دغه دیپلوماتیک مرکز د یوې ورځې له پاره تړلی وی.
ترکیه کې د امریکا سفارت د یوې ورځې له پاره تړل شوی
ترکیه کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې د امنیتي ګواښ له امله به دغه دیپلوماتیک مرکز د یوې ورځې له پاره تړلی وی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفارت دروازې به نن دوشنبې د کب ۱۴ مه د ټولو پر مخ تړلې وي، خو یوازې بېړني خدمات به په کې وړاندې کېږي.

ترکیه کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې د ګڼې ګونې له ځایونو او د دغه سفارت له ودانۍ ځانونه لرې وساتي.

دغه راز په خبرپانه کې امریکايي اتباعو ته دا توصیه هم شوې، چې د توریستی یا سیل ځایونو ته د تلو پر مهال هم امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې د څه ډول امنیتي ګواښ له امله د دغه سفارت دروازې د یوې ورځې له پاره تړل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي