د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د مي میاشت کې په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت په پلان شوې پرانیسته کې د ګډون لپاره اسرایلو ته پر سفر غور کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره د لیدنې په پیل کې وویل، دی به په دې اړه مشوره او خبرې وکړي، او وبه ګوري چې څه کېږي.
باید و ویل شي، چې امریکا ولسمشر ټرمپ تېر کال هغه مهال عربي نړۍ او نور متحدان په غوسه کړل چې اعلان یې وکړه د امریکا متحده ایالات بیتالمقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پیژني او خپل سفارت به له تلابیب څخه بیتالمقدس ته انتقال کړي.
فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکې دولت پلازمینه بولي، خو اسرائیلو ختیځ بیت المقدس لاندې کړی او ټول بیت المقدس خپله پلازمینه ګڼي.
جمهورخبري آژانس:کابل