۰

ولسي جرګه د اداري پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغله

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۲
ولسي جرګه د دغې جرګې له پاره د اداري پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغله او سبا به یو ځل د اداري پلاوي د ټاکلو له پاره ټاکنې کوي.
ولسي جرګه د اداري پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغله
ولسي جرګه د دغې جرګې له پاره د اداري پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغله او سبا به یو ځل د اداري پلاوي د ټاکلو له پاره ټاکنې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرګې نن شنبې د کب ۱۹ مه په خپله لومړۍ کاري ورځ کې د اداري پلاوي د ټاکلو له پاره ټاکنې تر سره کړې.

د ولسي جرګې لومړۍ مرستیالۍ ته درې تنه، محمد نذیر احمدزی، همایون همایون او عبدالرحیم ایوبي نوماندان و، چې یوه هم ونه شوای کولای د ګټې رایه خپله کړي.

دغه راز سید علي کاظمي او غلام فاروق مجروح بیا د ولسي جرګې د دوهم مرستیال څوکۍ ته نوماند و، چې دوی هم ونه شوای کولای دغه څوکۍ خپله کړي.

د لومړي منشي د چوکۍ له پاره بیا عبدالروف انعامي او عبدالقادر ځاځي ځان ټاکلی و، خو دوی دواړو هم هومره رایې تر لاسه نه کړي، چې پر مټ یې دغه څوکۍ خپله کړي.

د نن په ټاکنو کې ۲۲۱ استازو ګډون کړی وو او د څوکیو د ګټلو له پاره پنځوس جمع یو ۱۱۱ رایې ټاکل شوې وې، خو پورتنیو یوه نوماندانو هم دغه رایې خپلې نه کړي.

احمدزي ۷۹، همایون ۱۰۸ او عبدالرحیم ایوبي بیا یوه مثبت رایه اخیستې وه، چې درې واړو ونه شوای کولای دغه څوکۍ خپله کړي او د دغه څوکۍ له پاره به سبا د احمدزي او همایون تر منځ بیا ټاکنې وشي، ځکه د ولسي جرګې د کورنیو اصولو له مخې هر دو نوماندانو چې په لومړي پړاو کې ډېرې رایې وګټلې بیا به ټاکنې ورته کېږي.

د دویم مرستیالۍ له پاره نوماند سیدعلي کاظمي ۷۶ او مجروح بیا ۷۷ رایې وګټلې چې دې دواړو هم ۱۱۱ رایې پوره نه کړې او دواړه له ټاکنو و وتل او د دوی پر ځای به سبا دوه نور استازي ځانونه نوماندوي.

د منشي د څوکۍ له پاره نوماند ځاځي ۹۹ او انعامي ۸۱ رایې وګټلې خو څوکۍ یې خپله نه کړه او دوی هم له بیا ټاکنو ووتل چې پر ځای به یې سبا دوه نور استازي نوماندېږي.

د نن په غونده کې یوازې نایب منشي عرفان الله عرفان و توانېده، چې د رایو په اکثریت سره دغه څوکۍ خپله کړي، ځکه هغه کوم بل سیال نه درلود او د ټاکلو له پاره یې رایه علني وکارول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي