۰

افغانستان کې د امریکا په ۱۶ کلنه جګړه کې ۱۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي

دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۵
امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ مه نېټه په افغانستان کې پر طالبانو بریدونه پیل کړل او پرون دوشنبې د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۱۲ مه په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا او جګړې ۱۶ کاله پوره شول.
افغانستان کې د امریکا په ۱۶ کلنه جګړه کې ۱۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي
امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ مه نېټه په افغانستان کې پر طالبانو بریدونه پیل کړل او پرون دوشنبې د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۱۲ مه په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا او جګړې ۱۶ کاله پوره شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د جګړې ۶ زره ورځې تېرېږي او دا جنګ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ بلل کېږي، چې لا هم روان دی.

په امریکا کې د واتسن پوهنتون د یوې څېړنې له مخې، د ۲۰۰۱ نه د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي په افغانستان کې څه باندې ۱۱۱۰۰۰ کسان په جګړو کې وژل شوي.

وژل شویو کسانو کې ۴۲۰۰۰ طالبان، ۳۱۰۰۰ ولسي وګړي، ۳۰۰۰۰ افغان امنیتي سرتېري،  ۶۰۰۰امریکايي پوځيان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځيان، او سلګونه د بشري چارو کارکوونکي او خبریالان شامل دي.

په همدې تړاو د امریکا د سياسي او بهرنیو اړیکو مشهور کالم لیکونکي جورج ویل په خپل تازه کالم کې پوښتلي چې امریکا به نور څومره په افغانستان کې پاتې شي؟

دغه کالم د یکشنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ خپور شوی راغلي دي چې امریکايي ځواکونه د اروپا په راین کې ۷۳ کلونه او په جنوبي کوریا کې ۶۸ کلونه کیږي چې مېشت دي او د سړې جګړې په ګټلو کې یې مهمه ونډه لرله.

لیکوال وايي شاید امریکایي ځواکونه په افغانستان کې هم ۱۰۰۰ ورځې او یا ۶۰۰۰ ورځې نورې هم پاتې شي، خو ښه به وي چې امریکا په دې اړه لږ وضاحت ورکړي چې "امریکايي ځواکونه به څنګه دښمن ماتوي او یا لږ تر لږه طالبان څنګه دفاعي حالت ته مجبوروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي