۰

پاکستان بیا کونړ ولایت په توغندیو ویشتی

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له ډېورنډ کرښې له پورې غاړې غاړې یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي دي.
پاکستان بیا کونړ ولایت په توغندیو ویشتی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو له ډېورنډ کرښې له پورې غاړې غاړې یو ځل بیا پر کونړ ولایت توغندي ویشتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د پولیسو ویاند فریدالله دهقان زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه پر دغه ولایت ۶۳ توغندي راتوغولي دي.

د هغه په وینا دغه توغندي د کنړ په دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې لګېدلي، چې له امله یې د دانګام یو اوسېدونکی ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو پر یاد ولایت تر ۲۰۰ بورې توغندي ویشتلي وو.

په دې وروستیو کې د پاکستان رکېټي بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی، چې افغان حکومت یې د ديپلوماتیکو لارو د بندېدو هڅه کړې خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي