په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، امریکا غواړي کابل د طالبانو له بریدونو خوندي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال نېکولسن دغه څرګندونې پرون چهارشنبې خبریالانو ته کړې او له څرګندونو یې جوتېږي، چې طالبان په کابل د لویو بریدنو پلان لري.
دغه امریکايي قوماندان ویلي، چې په ٢٠٠١ کال کې د کابل د نفوسو شمیر ٥٠ زره خلک و او اوس دغه شمیر ٥ ملیونو ته رسیدلی دی.
د هغه په وینا د امریکا استخباراتي ادارې له افغان حکومت سره په هغو کوښښونو کې مرسته کوي چې د کابل د امنیت د خوندیتوب لپاره د ښار چارچاپیره امنیتې پوستې زیاتې کړي.
نېکولسن ویلي«موږ د کابل لپاره زیات کوښښ کوو، چې د کابل اوسیدونکي او هلته میشت د نړیوالې ټولنې غړي خوندي کړو.»
جنرال جان نيکلسن وايي، که څه هم په کابل کې د بمي حملو په شمېر کې کوم تغيير نه دى راغلى، خو دغه حملې تر پخوا پراخې شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې وسلهوالو طالبانو په کابل کې ځاى نيولى او په دغه ښار کې داسې شبکې لري چې د حملو لپاره اسانتياوې ورته برابروي خو په خبره یې دغه شبکې بايد تشخيص او لهمنځه يووړل شي.
د یادونې وړ ده جنرال نیکولسن دغه څرگندونې پداسې وخت کې کړیدي چې د امریکا د دفاع وزیر جم میټس افغانستان ته سفر کړیدی.
جمهورخبري آژانس:کابل