۰

په غزني کې ۷ تښتول شوي ملکي وګړي خوشي شول

شنبی ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۶
سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د قرباغ ولسوالۍ ۷ تنه برمته شوي کسان د چارواکو او قومي مشرانو په هڅو راخوشي شوي دي.
په غزني کې ۷ تښتول شوي ملکي وګړي خوشي شول
سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د قرباغ ولسوالۍ ۷ تنه برمته شوي کسان د چارواکو او قومي مشرانو په هڅو راخوشي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برمته کسان نن شنبې د کب ۲۶ مه راخوشي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

خوشي شوي کسان د غزني د قرباغ ولسوالۍ د شېرآباد او نېخته د سیمې اوسېدونکي و، چې ځینې څو میاشتې وړاندې او دوه تنه یې څو اوونۍ وړاندې برمته شوي وو.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، د نیخته د سیمې پنځه تنه اوسېدونکي شپږ میاشتې وړاندې د وسله والو مخالفینو له خوا یرغمل شوي او د ناوې په ولسوالۍ کې ساتل کېدل او دوه تنه نور بیا د شېرآباد د سیمې اوسېدونکي و، چې دوه اونۍ وړاندې برمته شوي وو.

سیمه ییز چارواکي وايي، دغه کسان د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي، قومي مخور او سیمه ییزه چارواکو په هڅو او مرستو راخوشي شوي دي.

باید و ویل شي، چې د شېرآباد او نېخته د سیمو د اوسېدونکو تر منځ د اوبو پر سر په خپلو کې سره لانجه ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي