د ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یک شنبې د کب ۲۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د هلمند په ګرشک، نادعلي، نهرسراج، سنګین او مارجې ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
سرچینې ویلي، په دغه بریدونو کې چې د طالبانو پر پتځایونو شوي، ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت خبرپاڼه وايي، د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د پوځ په چاڼیزو عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو یو کرولا موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل