۰
د مشرانو جرګې رییس:

له ډېورنډ کرښې پورې پښتنو باندې د پنجاب ظلم نور د زغم وړ نه دی

یکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۵
د افغانستان د مشرانو جرګې یا سنا جرګې رییس له ډېورنډ کرښې پورې غاړې له پښتون غورځنګ او پرلټ څخه چې د عدالت غوښتنې په موخه پیل شوې ملاتړ وکړ.
له ډېورنډ کرښې پورې پښتنو باندې د پنجاب ظلم نور د زغم وړ نه دی
د افغانستان د مشرانو جرګې یا سنا جرګې رییس له ډېورنډ کرښې پورې غاړې له پښتون غورځنګ او پرلټ څخه چې د عدالت غوښتنې په موخه پیل شوې ملاتړ وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلم یار نن یک شنبې د کب ۲۷ مه د دغه جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، هر غورځنګ او مبارزه چې د خلکو سوکالۍ او له ظلم څخه د خلاصون په موخه وي دوی یې ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پاکستان کې پښتانه له کلونو راپدېخوا د پنجاب تر ظلم لاندې دي او په دې لار کې یې په زرګونو کسان قرباني شوي دي.

ښاغلي مسلم
ښاغلي مسلم یار و ویل«له ډېورنډ کرښې پر پورې پښتنو د پنجاب ظلم او زیاتی نور د زغم وړ نه دی، موږ د پښتنو له دغه عدالت غوښتونکې مبارزې او پرلټ څخه ملاتړ کوو.»
یار و ویل«له ډېورنډ کرښې پر پورې پښتنو د پنجاب ظلم او زیاتی نور د زغم وړ نه دی، موږ د پښتنو له دغه عدالت غوښتونکې مبارزې او پرلټ څخه ملاتړ کوو.»

د مشرانو جرګې ګڼ شمېر سناتورانو هم له دغه پښتون غورځنګ څخه د ملاتړ تر څنګ و ویل، چې یاد غورځنګ په افغانستان او په قبایلي سیمو کې د جګړې او روان ناورین د پای ته رسېدو په موخه پیل شوی، چې باید ملاتړ یې وشي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي و ویل«له ډېورنډ کرښې د پورې پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان او قبایلي سیمو کې د جنګ او ظلم د پای ته رسېدو په موخه پیل شوی او د افغانستان خلک له دغه پرلټ څخه ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت د دغه غورځنګ د ماتولو په هڅه کې دی، چې تر اوسه یې د دغه مبارزیو یو شمېر فعال غړي په مرموز ډول وژلي او یو شمېر نور یې نیولي دي.

دغه راز د مشرانو جرګې یو بل غني حنیف حنفي و ویل، چې د ډېورنډ
په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي و ویل«له ډېورنډ کرښې د پورې پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان او قبایلي سیمو کې د جنګ او ظلم د پای ته رسېدو په موخه پیل شوی او د افغانستان خلک له دغه پرلټ څخه ملاتړ کوي.»
کرښې د پورې پښتنو له خوا پیل شوې مبارزه د عدم تشدد مبارزه ده، چې جنګ نه غواړي او باید له هغوی ملاتړ وشي.

حنفي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک او دولت د دغه غورځنګ له غوښتنو ملاتړ کوي ځکه دغه غورځنګ په افغانستان او پاکستان کې د جګړې او ظلم د پای ته رسولو په موخه پیل شوی.

باید و ویل شي، چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتنو پاڅون له هغې ورځې پیل شو، چې یو پښتون ځوان نقیب مسید په کراچې کې د پولیسو له خوا په یوه جعلي جګړه کې د ترهګر په نوم و وژل شو.

تر دغه پېښې وروسته لومړی په کراچې وروسته په اسلام آباد او دغه راز په قبایلي سیمو کې د پښتونو لاریونونه پیل شول، چې اوس یې غورنډې خورا پراخه او میلیونونو کسانو ته رسېږي.

د دغه غورڅنګ مشري د منظور پښتین پر غاړه ده، چې ورسره د علي وزیر او دواړ په ګډون یو شمېر نور مبارز فعال پښتانه هم برخه لري.

د یادونې وړ ده، چې له دغه غورځنګ څخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ملاتړ اعلان کړی و او ویلي یې و، چې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره د هر مدني خوځښت ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي