۰
د ولسي جرګې رییس:

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ځنډ د منلو نه دی

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۵
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ځنډول د منلو نه دي.
د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ځنډ د منلو نه دی
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ځنډول د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ابراهیمي نن دوشنبې د کب ۲۸ مه د دغه جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګاڼې ټاکنې باید له هغې نېټې سره سمې تر سره شي، چې مخکې اعلان شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ټاکنې هره ورځ شا ته لوېږي او دا د منلو نه دی خو په وینا یې که دغه کار په ټاکنو کې د روڼتیا او د هېواد د ستونزو د حل په موخه وي پروا نه کوي.

هغه زیاته کړه، چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ولسي جرګه رڼې او شفافه ټاکنې تر سره کېدل غواړي.

د ولسي جرګې رییس دا هم و ویل، چې د ولسي جرګې د کمېسیونونو مشران به په یوه ګډه غونده کې پرېکړه کړي، تر څو په دې همدې تړاو په راتلونکي کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي د پوښتنو له پاره دغه جرګې ته وروغواړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو تن غړي غلام حسین ناصري و ویلو چې د حکومت له خوا د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د چنګاښ له ۱۶ مې د تلې میاشتې ۲۹ مې ته ځنډول په دې معنی دي، چې حکومت اصلآ د ټاکنو تر سره کېدا ته ته ژمن نه دی.

د ولسي جرګې غړي پر داسې مهال د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډ نیوکه او اندېښنه څرګندوني، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي ښايي دغه ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي