۰

ننګرهار کې د حکمتیار غونډې ته نېږدې چاودنې څلور تنه وژلي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار غوندې ته نېږدې په یوه چاودنه کې ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د حکمتیار غونډې ته نېږدې چاودنې څلور تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار غوندې ته نېږدې په یوه چاودنه کې ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د کب ۲۸ مه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پله ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره ټپیان د درملنې په موخه د جلال آباد روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وایي، چاودنه پر هغه کاسټر موټر شوې، چې د حکمتیار غونډې ته ورغلي کسان په کې سپاره وو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په خوست او غور ولایتونو کې هم چاودنو څلور ماشومان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي