۰
اکرم خپلواک:

راتلونکی کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۲
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، تمه ده، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي.
راتلونکی کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، تمه ده، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر محمد اکرم خپلواک نن دوشنبې د کب ۲۸ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

نوموړي و ویل، چې د سولې له پاره د افغان حکومت هلې ځلې ګړندۍ شوې او تمه ده، چې طالبان به د اسلام له اساساتو او افغاني اصولو سره سم د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي.

د خپلواک په خبره په لوړه او ټیټه کچه له وسله والو طالبانو سره د سولې غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دي او افغان حکومت د بین الافغاني خبرو اترو غوښتونکی دی.

نوموړي وویل«زموږ امید دا دی چې طالبان باید د ټول مصلحت سره د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي اساساتو او اوامرو په نظر کې نیولو
نوموړي وویل«زموږ امید دا دی چې طالبان باید د ټول مصلحت سره د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي اساساتو او اوامرو په نظر کې نیولو سره دغه اسلامي او ملي غږ ته لبیک ووايي او ان شاالله، زه ډاډمن یم چې راتلونکی ۱۳۹۷ کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي.»
سره دغه اسلامي او ملي غږ ته لبیک ووايي او ان شاالله، زه ډاډمن یم چې راتلونکی ۱۳۹۷ کال به په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې کال وي.»

د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر دا هم و ویل، چې د سولې په تړاو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د سولې عالي شورا، ځوانانو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له خوا هڅې روانې دي، چې دغه څه هم هیله بښوونکي دي.

دغه راز هغه په اندونیزیا کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو جوړېدونکي کنفرانس ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په دې کنفرانس کې به علما د افغانستان جګړه تعریف کړي.

د سولې عالي شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان ولسمشر درې اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په غونډه کې وسله والو طالبانو ته د بې قید او شرط سولې وړاندیز وکړ.

د افغان ولسمشر دغه وړاندیز په نړیواله کچه وستایل شو او ملاتړ یې وشو، خو وسله والو طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

که څه هم یو شمېر هېوادونو، نړیوالو بنسټونو، ناټو او ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو وغوښتل، چې د افغان حکومت دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرې ورسره پیل کړي، خو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په دې اړه ویلي و، چې د دوی مشرانو تر اوسه د ولسمشر غني پر وړاندیز پرېکړه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي