۰
طالبان:

څو مو چې غوښتنې ونه منل شي، پر کابل به هم برېښنا پرې وي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۲۲
طالبانو د کابل ولایت لپاره د برېښنا د لېږد مزو د پرې کولو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې پر کابل به برېښنا پرې وي.
څو مو چې غوښتنې ونه منل شي، پر کابل به هم برېښنا پرې وي
طالبانو د کابل ولایت لپاره د برېښنا د لېږد مزو د پرې کولو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې پر کابل به برېښنا پرې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل باندې به وارداتې برېښنا تر هغو قطعه وي، څو چې افغان حکومت د کندز او بغلان ولایتونو لپاره عام المنفعه او د نورو پروژو چارې نه وي پیل کړې.

دوی زیاته کړې، د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د بريښنا ستونزه باید ژر تر ژره حل، د برېښنا مزي یې ترميم، د ګل تيپې د ساحې د برېښنا ستونزه دې حل شي او کله که د بريښنا په شبکه کې کومه ستونزه رامنځته کیږي باید په عاجل ډول ورته رسیدګي وشي او ستونزه یې رفعه شي.

خبرپاڼه زیاتوي په هغه صورت کې به پر کابل برېښنا نه پرې کوي، چې د پلخمري ولسوالۍ د دهنه غوري سیمې د برېښنا په ګډون د یادو ولایتونو ټولې ستونزې هوارې کړل شي.

طالبان دغه اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې د کورنیو چارو وزارت وايي، د برېښنا ستنې ټولې په امن سیمو کې دي او ډېر ژر به د برېښنا مزي وتړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي