۰
جنرال نیکولسن:

پاکستان د ترهګرو پر وړاندې اقدامات نه دي کړي، پر طالبانو به فشار زیات کړو

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۳۳
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره هیڅ راز اقدامات نه دي کړي او نه هم په افغانستان کې وضعیت بدلون کړی دی.
پاکستان د ترهګرو پر وړاندې اقدامات نه دي کړي، پر طالبانو به فشار زیات کړو
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره هیڅ راز اقدامات نه دي کړي او نه هم په افغانستان کې وضعیت بدلون کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ د کب ۲۸ مه کابل کې د ناټو د روزنې ماموریت مرکزي قوماندانۍ کې د افغانستان د نوي کال په مناسبت جوړې شوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې هیله څرګندنه کړې، چې نوی کال به د افغانانو او افغانستان له پاره د سولې، سوکالۍ، ثبات او خوښیو ډک کال وي، خو ویلي یې دي، چې جګړې به هم دوام ولري.

نوموړي ویلي، چې افغان ولسمشر د سولې په تړاو وسله والو طالبانو ته ښه او مثبت وړاندیز کړی، تر څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات راشي.

جنرال نیکولسن وايي، په ۱۳۹۷ کال کې که څه هم د سولې هلې ځلې به دوام ولري خو تر څنګ به یې جګړې هم دوام وکړي او پر وسله والو طالبانو به نظامي فشار هم زیات کړای شي تر څو سولې ته غاړه کېږي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرو ته حاضر شي ځکه د ده په وینا طالبان په جګړه کې بریا نه شي تر لاسه کولای.
 
دغه راز هغه د پاکستان په اړه ویلي، چې دغه هېواد تر اوسه د ترهګرو د ځپلو په موخه کوم اقدامات نه دي تر سره کړي او امریکا به پر دغه هېواد فشارونو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به پر پاکستان د دې له پاره چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي د فشار نور ګامونه هم پروته کړي، خو دا چې دا فشارونه به څه ډول وي څه یې ونه ویل.

جنرال جان نیکولسن ویلي دوی له پاکستان څخه غواړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو او وسله والو ډلو پټنځایونه او مرکزونه له منځه یوسي او له ملاتړ څخه یې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي