۰

میرویس بلخي د پوهنې د سرپرست وزیر په توګه دنده پیل کړه

یکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
میرویس بخلي په رسمي ډول د پوهنې وزرات د سرپرست په توګه خپله دنده پیل او د ولسمشر د دوهم مرستیال له خوا دغه وزارت ته ور وپېژندل شو.
میرویس بلخي د پوهنې د سرپرست وزیر په توګه دنده پیل کړه
میرویس بخلي په رسمي ډول د پوهنې وزرات د سرپرست په توګه خپله دنده پیل او د ولسمشر د دوهم مرستیال له خوا دغه وزارت ته ور وپېژندل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلخي نن یک شنبې د وري ۵ مه د ولسمشر د دوهم مرستیال دانش له خوا دغه وزارت ته ورمعرفي شو.

ښاغلي دانش د هغه د معرفۍ د مراسمو پر مهال و ویل، چې بې سوداي یو خپ بحران دی، چې افغانان یې له ستونزو او بدبختۍ سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانانو تر ټولو لوی رسالت دا دی، چې نور دغه خاموش بحران ته د پای ټکی کېږدي او د بې سوداۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

هغه په تېرو ۱۶ کلونو کې د پوهنې په برخه کې د حکومت لاس ته راوړنې وستایلې خو زیاته یې کړه، چې دغه څه کفایت نه کوي او موږ نور هم باید د پوهې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړو.

د ولسمشر دوهم مرستیال و ویل، چې افغان حکومت د پوهنې کلک ملاتړی دی او په دې برخه کې یې جدي اقدامات په پام کې نیولي دي، چې اخلي به یې.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت نوي سرپرست میرویس بخلي و ویل، چې په خپل ټول توان سره په د معارف د غوړېدا او ښه کېدا له پاره هڅې کوي.

باید و ویل شي، چې میرویس بخلي د ملي یووالي حکومت او د بلخ د پخواني والي استاد عطا محمد نور تر هوکړې وروسته د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي