د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس د افغان سولې په تړاو د اندونیزیا هېواد د هڅو ستاینه او هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس ویلي، د ترهګرۍ له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤولیت دی او په سیمه کې د ثبات له پاره باید په ګډه کار وشي.
مټیس زیاتوي امریکا د افغانستان د اوږدې جګړې د پایته رسولو په برخه کې د اندونیزیا او افغانستان د دې نوښت هرکلی او ملاتړ کوي.
د هغه په وینا دا یو نیک اقدام دی، چې د سمیې هېوادونو علما په یوه غونډه کې راټولېږي او د افغان جګړې په اړه خپل نظرونه تبادله کوي.
متیس په خپلو خبرو کې ویلي، ټول باید په دې وپوهېږي، چې جګړه د حل لاره نه ده او باید قدرت ته د رسېدو لپاره د جنګ جګړو پر ځای له سوله ییزې لارې استفاده وشي.
متس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماو تر منځ د افغان سولې او جګړې په اړه یوه غونډه جوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل