۰
هلمندي مېرمنې:

طالبانو ته به پلو وغوړو چې جګړه بس او سوله وکړي

چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۵
هلمند کې د سولې له پاره درول شوې خېمې ته د دغه ولایت د بېلا بېلو سیمو د ځوانانو تر څنګ مېرمنې هم له دغه پرلټ سره یو ځای شوې او وايي طالبان ته په ځولۍ وغوړوي، چې نور سوله وکړي.
طالبانو ته به پلو وغوړو چې جګړه بس او سوله وکړي
هلمند کې د سولې له پاره درول شوې خېمې ته د دغه ولایت د بېلا بېلو سیمو د ځوانانو تر څنګ مېرمنې هم له دغه پرلټ سره یو ځای شوې او وايي طالبان ته په ځولۍ وغوړوي، چې نور سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هلمند کې د سولې له پاره د پرلټ خېمه وروسته له هغې ودرول شوه، چې په مرکز لښکرګاه ښار کې ځانمرګي برید ۱۶ تنه و وژل او تر ۴۲ پورې یې ټپیان کړل.

تر دغه برید وروسته هلمني ځوانانو د سولې خېمه ودرول او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې طالبه نور سوله وکړه، جګړه بس ده.

هلمندي ځوانان وايي، هلمندیان او په ټول کې هېوادوال له جګړو ستړي شوي، د جګړې توان نه لري او اړ دي، چې نور د سولې له پاره غږ اوچت کړي.

د سولې د دغه پلټ خېمې ته اوس هلمندي مېرمنې هم ورغلې او وایي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی تر څو طالبانو سولې ته غاړه نه وي اېښې.

دغه مېرمنې وايي، د پرلټ په پیل کې ورسره دا اندېښنه وه، چې خدای (ج) مه کړه کومه امنیتي پېښه به رامنځ ته شي، خو په وینا یې له دې چې هره ورځ په یوه او بل نوم مري ښه به دا وي، چې د سولې په نوم و وژل شي.

دغه مېرمنې زیاتوي، چې د سولې دغه غږ به د هلمند ګوټ ګوټ ته رسوي او طالبانو ته به پلو خور کړي، چې نور سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.

هلمندي مېرمنو ویلي د سولې له پاره هرې قربانۍ ته چمتو دي او هوډ یې کړیو چې د سولې له پاره د موسي قلعه ولسوالۍ په لور حرکت وکړي.

دغه پرلټ دې تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوې، چې د ګډونوال په وینا یې هېڅ سیاسي او دولت کس په کې ګډون نه لري او یو بشپړ ولسي حرکت دی.

دوی پر حکومت هم غږ وکړ، چې نور جګړه بس کړي او د سولې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د هلمندي ځوانانو او مېرمنو له دې پرلټ څخه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ملاتړ شوی او ان تر دې چې تېره ورځ مشرانو جرګې یا سنا مجلس هم له دغه لاریون ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې دغه لاریون دې تر نورو سیمو پورې هم وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي