۰
د سولې عالي شورا رییس:

راځي د سولې بنسټ هم له کندهار څخه کېږدو

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیل پر وسله والو طالبانو او د لوی کندهار پر خلکو غږ وکړ، چې راځی د سولې بنسټ هم له کندهار ولایت څخه کېږدو.
راځي د سولې بنسټ هم له کندهار څخه کېږدو
د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیل پر وسله والو طالبانو او د لوی کندهار پر خلکو غږ وکړ، چې راځی د سولې بنسټ هم له کندهار ولایت څخه کېږدو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا په ولایتي کچه د غونډو لړۍ نن دوشنبې د وري ۱۴ مه له کندهار ولایت څخه پیل کړه.

د سولې عالي شورا پلاوی د دغه شورا د مشر محمد کریم خلیلي په مشرۍ
ښاغلي خلیلي وویل«لوی کندهار او په ځانګړي ډول کندهار د تاریخونو ځای دی، دلته د افغانستان بنسټ اېښودونکي لکه احمدشاه بابا راپاځېدلي دي، د افغانستان د بسټ ډبره هم له همدې ولایت څخه اېښودل شوې، کندهار د افغانستان لومړنۍ پلازمېنه وه، نو غږ مې پر وسله والو طالبانو، د لوي کندهار پر خلکو او پر ټول ولس دا ده، چې راځی د سولې بنسټ هم له همدې کندهار څخه کېږدو، راځۍ چې د سولې د غږ موجونه تر ټولو ولایتونو پورې له همدې ځایه ورسوو، تر څو نور له جګړو په امن او یو پرمختللی افغانستان ولرو.»
کندهار ولایت ته تللی او په یوه لویه غونده کې یې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس په سر او د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د سولې عالي شورا رییس ښاغلي خلیلي په خپلو خبرو کې و ویل، چې نور افغانستان او افغانان د جګړې او وژنو توان نه لري او د دې وخت رارسېدلی، چې په هېواد کې سرتاسري سوله راشي.

نوموړي د لوی کندهار پر ولسونو او په ټول کې پر افغان ولس غږ وکړ، چې تر کومه به وژل کېږي، له پرمختګ، اقتصاد او ښه ژوند څخه به بې برخې وي.

هغه و ویل، نور د دې وخت رارسېدلي، چې ټول ولسونه پورته او د سولې له پاره لاس په کار شي تر څو نور په افغانستان کې د ورانیو او جګړو مخه ونیول شي.

ښاغلي خلیلي وویل«لوی کندهار او په ځانګړي ډول کندهار د تاریخونو ځای دی، دلته د افغانستان بنسټ اېښودونکي لکه احمدشاه بابا راپاځېدلي دي، د افغانستان د بسټ ډبره هم له همدې ولایت څخه اېښودل شوې، کندهار د افغانستان لومړنۍ پلازمېنه وه، نو غږ مې پر وسله والو طالبانو، د لوي کندهار پر خلکو او پر ټول ولس دا ده، چې راځی د سولې بنسټ هم له همدې کندهار څخه کېږدو، راځۍ چې د سولې د غږ موجونه تر ټولو ولایتونو پورې له همدې ځایه ورسوو، تر څو نور له جګړو په امن او یو پرمختللی افغانستان ولرو.»

د سولې عالي شورا په ځانګړي ډول د لوی کندهار ولس ته په اشارې سره و ویل، چې د لوی کندهار خلک نور له جګړو ستړي شوي، له پرمختګ، زدکړو او نورو ټولنیزو ښېګڼو بې برې پاتې شوي او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نور دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل
هغه زیاته کړه«زه له خپلو همکارانو سره کندهار ته راغلی یم او د لوی کندهار له ولسونو غواړم، چې د سولې په برخه کې راسره مرسته وکړي، ډاډه یم چې د کندهار ولس پر مټ سوله بریالی کېږي، راځۍ د لوی کندهار خلکو د سولې سبب وګرځي تر څو د تاریخ یوه بله زرینه پانه رامنځ ته شي.»
شي.

محمد کریم خلیلي ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرنی او هېڅ بهرنۍ هېواد افغانستان ته سوله نه شي راوستی، بلکې همدا افغانان دي، چې کولی شي نور په خپل هېواد کې سوله رامنځ ته کړي.

د سولې عالي شورا رییس د خپلو خبرو په پای کې د سولې په تړاو د هلمند د پرلټ کوونکو ملاتړ هم وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې دغه سوله ییز حرکت باید د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.

نوموړي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، افغان حکومت او د سولې عالي شورا دواړو لورو ته د یوې باعزته سولې رامنځ ته کېدو ته ژمن دي او هېڅ کله هم نه غواړي، چې طالبان دې تسلیم شي، بلکې غواړي، چې باعزته سوله وشي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي