۰

۵۶ سلنه افغان کارګر ماشومان له زده کړو بې برخې دي

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، دا مهال په هېواد کې ۵۶ سلنه افغان کارګر ماشومان له زده کړو بې برخې او درانه کارکونه کوي.
۵۶ سلنه افغان کارګر ماشومان له زده کړو بې برخې دي
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، دا مهال په هېواد کې ۵۶ سلنه افغان کارګر ماشومان له زده کړو بې برخې او درانه کارکونه کوي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې یاد کمېسیون د یوې تازه څېړنې پر بنسټ ویلي، چې ۹۰ سلنه کارګر ماشومان په یوه اونۍ کې له ۳۵ ساعتونو څخه زیات کار کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون زیاتوي، چې دغه څېرنه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له ۶۵۷ کارګر ماشومانو د دندې پر مهال تر سره شوې ده.

د یاد کمېسیون مشرې سیما سمر چې نن د سه شنبې د وري ۱۴ مه یې کال کې د دغه څېړنې جزیات خپرول و ویل، چې لس سلنه ماشومان ان د شپې له خوا هم کار کوي.

د هغې په وینا نېږدې شپېته سلنه ماشومانو ویلي، چې زده کړو ته لاس رسی نه لري،۵۶ سلنه ویلي، چې زده کړو ته وخت نه لري او ۸۱ سلنه بیا ویلي، چې د کار له ځای د زده کړو تر ځای پورې رسېدلی نه شي.

په دې راپور کې دا هم راغلي، چې ۱۳ سلنه ماشومانو ویلي دوی ته د کورنیو له خوا د تلو اجازه نه ورکول کېږي او نه اجازه لري.

له دې ماشومانو زیاترو یې ویلي، چې په خپل کار کې خوښ دي، خو ۴۳ سلنه یې بیا له خپلو کارونو څخه ناخوښي څرګنده کړې ده.

سما سمر وویل« ۱۶ فیصده ماشومانو د تحقیق پر مهال ویلي، چې ورسره جنسي زورزیاتی شوی دی، د دغه زورزیاتي ۴۳ فیصده یې جنسي تماسونه دي.»

دغه راز نوموړې زیاته کړه، چې ۲۱ سلنه ماشومان د کورنۍ د پور پرې کولو له پاره درانه کارونه کوي او ۱۲ سلنه یې د ډوډۍ خوړلو په بدل کې د کورنیو له خوا کار کولو ته اړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي