په بامیانو کې هم ګڼ شمېر مدني فعالانو په هلمند ولایت کې د سولې په اړه د هلمندي د پرلټ ملاتړ وکړ او د جګړې د درېدو غوښتنه یې وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بامیانو مدني فعالان تېره ورځ چهارشنبې د وري ۱۵ مه د دغه ولایت په مرکز کې سره راغونډ شوي و او د هلمند د سولې د پرلټ ملاتړ یې وکړ.
دغه مدني فعالانو ویل چې د بامیانو خلک هم د هلمندي ولس د هغو غوښتنو او پرلټ ملاتړ کوي، چې د سولې په موخه دی او غواړي په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او امنیت تامین شي.
باید و ویل شي، چې ۱۴ ورځې وړاندې په هلمند کې تر یوه خونړي برید وروسته د دغه ولایت خلکو په مرکز لښکرګاه د سولې له پاره د پرلټ خېمه ودروله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې نور جګړه بس کړي.
د هلمندي ولس د پرلټ نن ۱۲ مه ورځ ده خو له دې پرلټ وروسته په کندهار، زابل، کابل، ننګرهار، مزار، پکتیا، خوست، پکتیکا بامیانو، او مزار کې هم د دغه پرلټ ملاتړ وشو.
دغه راز ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د سولې عالي شورا، دیني عالمانو او قومي مخورو هم له دې پرلټ څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د سولې دا اواز باید د هېواد تر ګوټ ګوټ پورې ورسول شي.
جمهورخبري آژانس:بامیان