۰

سوریه کې په یوه برید کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
راپورونه وايي، د سوریې په دوما ښار کې د حکومتي ځواکونو د یوه برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي دي.
سوریه کې په یوه برید کې ۷۰ کسان وژل شوي دي
راپورونه وايي، د سوریې په دوما ښار کې د حکومتي ځواکونو د یوه برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپین خولیو په نوم مرستندویه ډلې د وژل شویو کسانو انځورونه په خواله رسنیو خپاره کړي او وايي دغه کسان د زهرجن ګاز له امله وژل شوي.

یادې ډلې زیاته کړې، چې وېره شته د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو دغه برید بې بنسټه بللی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  وايي، د سوریې حکومت پر خلکو د کیمیايي وسلو د کارولو تاریخ لري.

په ورته وخت کې د حکومت مخالفې ډلې دا هم ویلي، چې په دغه برید کې له زرو زیات کسان اغېزمن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي