افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولایت د هوايي ډګر د رنوې د پرانستې مراسمو له پاره د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ولسمشر نن دوشنبې د وري ۲۰ مه سهار خوست ولایت ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د دغه ولایت د هوايي ډګر د رنوې پرانسته وکړي.
ښاغلي غني به د رنوې سربېره د هوايي ډګر کې د رادار سیستم د بنسټ، د اطفایې ودانۍ، د هوايي ډګر داخلي سړک او ۱۳ زره کورنیو ته د برېښنا د توزیع د بنسټ ډبره هم کېږدي.
ویل کېږي ښاغلی غني به د خپل سفر پر مهال له دیني علماو، قومي مخورو، ولایتي شورا د وکیلانو، سیمه ییزه چارواکو، استادانو او ښوونکو، مېرمنو، ځوانانو، سوداګر او صنعت کاروانو او دغه راز د مدني ټولنو له غړو سره جلا جلا ناستې ولري.
باید و ویل شي، چې ولسمشر له دې څو ورځې وړاندې پکتیا ولایت ته په دوه ورځني سفر تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل