۰
ټرمپ:

په سوریه کې د شوي برید ځواب به ډېر ژر ورکړو

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې د احتمالي شوي کیمیاوي برید په اړه شدید غبرګون ښودلی او وایي ډېر ژر به یې ځواب ورکړي.
په سوریه کې د شوي برید ځواب به ډېر ژر ورکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې د احتمالي شوي کیمیاوي برید په اړه شدید غبرګون ښودلی او وایي ډېر ژر به یې ځواب ورکړي.

د رپوټونو له مخې ځینو سیمه ییزه سرچینو څو ورځې وړاندې و ویل، چې د سوریې په دوما ښار په یوه کیمیايي برید کې لږ تر لږه ۷۵ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې برید د چا له خوا شوی او دا هم نه ده چوته چې آیا په دې برید کې کیمیاوي وسلې کارول شوې او که نه.

خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتو ګوترش په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سازمان نه شي کولی د دې برید پخلی وکړي.

ولې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید په اړه شدید غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به یې ځواب ورکړي.

ټرمپ پرون خبریالانو ته په خبرو کې ویلي«موږ ډېرې پوځي لارې چارې لرو، او په دې اړه به په ډېره بېړه تصمیم ونیول شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې دوی اوس په دې هڅه کې دي، چې د پښې ریښتینۍ انځور مخې ته راشي، چې دا برید چا کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي