۰
هند:

ډیلی او مسکو باید په افغانستان کې یو له بل سره همکاري وکړي

سی شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۱
د روسیې له پاره د هند ځانګړی استازی پنکج سارن وايي، هند غواړي، چې روسیه په افغانستان کې د سولې او ثبات سره همکارۍ ته وهڅوي.
ډیلی او مسکو باید په افغانستان کې یو له بل سره همکاري وکړي
د روسیې له پاره د هند ځانګړی استازی پنکج سارن وايي، هند غواړي، چې روسیه په افغانستان کې د سولې او ثبات سره همکارۍ ته وهڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سارن دغه څرګندونې انډین ایکسپریس هندي ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې هند هڅه کوي روسیه په افغانستان کې د ګډو هدفونو تعقیبولو ته وهڅوي.

هغه ویلي، هند د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او تګلارې پر اساس په بېلا بېلو برخو کې له روسیې سره همکاري کوي، نو پکار ده، چې په افغانستان کې هم دواړه له یو بل سره همکاري وکړي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې وروستۍ حل لار باید د دغه هېواد له منځه او د بهرنیو له لاسوهنې پرته ترلاسه شي.

د هغه په وینا د افغانستان اقتصادي وده، سوله او ثبات، له نشه يي توکو سره مبارزه، او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه د هند او روسیې ګډ هدفونه دي، چې باید تعقیب کړای شي.

د روسیې په چارو کې د هند ځانګړي استازي پکنج سارن زیاته کړې، د دغو هدفونو لپاره له روسي چارواکو سره خبرې کوي.

ساران د افغانستان او هند تر منځ اړیکي اړیکې تاریخي وبللې او ویلي یې دي، چې افغانانو تل هند ته په ښه سترګه کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي