۰
یوناما:

په تېرو دریو میاشتو کې ۷۶۳ ملکي افغانان وژل شوي

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۵
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لا هم د اندېښنې وړ ده.
په تېرو دریو میاشتو کې ۷۶۳ ملکي افغانان وژل شوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره لا هم د اندېښنې وړ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۲۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپور پر بنسټ د روان میلادي کال له جنوری د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې نېټې ۷۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان شوي دي.

راپور وايي، په ۲۰۱۸ کال کې ځانمرګي بریدونه لومړی، ځمکنۍ نښتې دویم او ورپسې هدفي وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودېدونکي توکي او هوايي بریدونه درېیم د ملي وګړو د مرګ ژوبلې لاملونه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکیانو د وژل کېدو لامل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په ‌دې کې ۵۱۱ تنه وژل شوي او ۹۸۹ تنه ټپیان دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راز یوناما په دې راپور کې دا هم ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په دوام، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې د حکومت مخالفو عناصرو ته د اړوندو شویو ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې کال کې ۱۷۶ تنه وژل شوي او ۲۳۱ تنه ټپيان دي.

یوناما د ملکیانو پر تلفاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي