۰
سپینه ماڼۍ:

په سوریه کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۸
سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی او په دغه هېواد کې د داعش د بشپړ ماتولو هوډ لري.
په سوریه کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی
سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی او په دغه هېواد کې  د داعش د بشپړ ماتولو هوډ لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، ولسمشر ټرمپ غواړي، چې امریکايي سرتېري څومره چې ژر کېدای شي خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا په دې مانا نه دی، چې ګڼې په سوریه کې د امریکا ماموریت بدل شوی.

هغې ویلي امریکا په سوریه کې د داعش د بشپړه ماتېدو هوډ لري تر څو د دغه ډلې د بیا راپورته کېدو مخه ونیول شي.

نوموړې دا هم ویلي، چې واشنګټن له خپلو سیمه‎ییزو متحدانو تمه لري چې د سیمې د امنیت لپاره خپل پوځي او مالي مسؤلیتونه ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تردې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هم ویلي و، چې په سوریه کې د متحده ایالاتو د پوځ ماموریت بشپړ شوی نه‎دی او امریکايي سرتېري به په اوس وخت کې له دې هېواده ونه وځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي