۰
واشنګټن پوسټ:

د سي آی اې مشر په پټه د شمالي کوریا له ولسمشر سره کتلي

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۸
واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د مشر مایک پمپیو او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون له پټې ناستې پرده پورته کړې ده.
د سي آی اې مشر په پټه د شمالي کوریا له ولسمشر سره کتلي
واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د مشر مایک پمپیو او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون له پټې ناستې پرده پورته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، چې مایک پمپيو پيونګ یانګ ته پټ تللی و او هلته یې د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره لیدلي دي.

امریکايي چارواکو دغه ورځپاڼې ته ویلي پیونګ یانګ ته د پمپیو د سفر موخه د ولسمشر ټرامپ او ولسمشر اون تر منځ د مستقیمو خبرو اترو له پاره زمینه برابرول و.

ورځپاڼې ویلي دغه لیدنه  د پاک عید په اخره اونۍ د مارچ په ۳۱ مه نېټه تر سره شوې او د امریکا ولسمشر هم د دغه خبرې پخلي کړی دی.

ټرمپ ویلي، چې دوی په لوړه کچه د شمالي کوریا له ولسمشر سره خبرې اترې کړې دي، خو دا چې څه وخت او چا کړې څه یې نه دي ویلي.

خو امریکايي چارواکو واشنګټن پوست ورځپاتې ته ویلي، چې دغه خبرې اترې د امریکا د مرکزي استخباراتو د مشر مایک پمپیو په واسطه شوې دي.

باید و ویل شي، د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو منلې، چې دواړه به په نېږدې راتلونکې کې یو له بل سره ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي