۰
د ملي یووالي حکومت مشران د کابل ځانمرګي برید ته په غبرګون کې!

دغه ډول بریدونو مو د ولس اردې نه شي کمزولې کولای

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۸
د افغان حکومت مشرانو په کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکزو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي دغه ډول بریدونه نه شي کولای د ولس ارادې او غزم کمزوری کړي.
دغه ډول بریدونو مو د ولس اردې نه شي کمزولې کولای
د افغان حکومت مشرانو په کابل کې د ټاکنو له پاره د تذکزو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او وايي دغه ډول بریدونه نه شي کولای د ولس ارادې او غزم کمزوری کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پلازمېنې کابل د شپږمې حوزې اړوندې د دشت برچي د مهتاب قلعه په سیمه کې نن یک شنبې د غوايي ۲ مه د تذکرو د وېش په یوه مرکز ځانمرګی برید وشو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي، چې ډېری ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې ورته بریدونه نه شي کولای د دیموکراتیکو کړنلارو په وړاندې د افغان ولس ارادې کمزورې کړي.

ولسمشر زیاته کړې، وحشي خویه ترهګر چې په هېڅ اسلامي، ملي او دیموکراتیکو اصولو باور نه لري، باید پوه شي، چې د دوی دغه ټول جنایتکاره کړنې به ټاکنو زموږ د ولس د پراخ ګډون ادارې نه شي کمزورې کولای.

دغه راز ډاکتر عبدالله ویلي، چې تور زړو ترهګرو نن یو ځل بیا پر آزادۍ، او برابرۍ برید وکړ او غواړي، چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ مخه ونیسي، خو په وینا یې هغوی باید پوه شي، چې زموږ ولس به هېڅ وخت د دوی شومو اهدافو ته خم نه شي.

عبدالله ټینګار کړی، چې ترهګر په ورته بریدونو نه شي کولای زموږ ولس له ټاکنو چې یو برخلیک ټاکنونکې او سیاسي پروسه ده راوګرځوي.

دغه راز د ملي یووالي حکومت مشرانو په بغلان ولایت کې هم د ټاکنو یوه مرکز ته نېږدې چاودنه کې ۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، په کلکو ټکو غندلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي