امنیتي چارواکي وايي، د ملي مشارکت د ګوند مشر او د ولسي جرګې پخوانی غړی نجیب الله کابلی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت الله ستانکزي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې نجيب الله کابلی پرون د يوې قضيې په تړاو نيول شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د يادې قضيې په اړه جزئيات بايد محکمه وړاندې کړي.
ویل کېږي ښاغلی کابلی د یوې قضیې په تړاو د لومړۍ محکمې له خوا پر یوه کال تنفذي بند محکوم شوی وو او پولیسو هم په همدې خاطر نیولی دی.
په ورته وخت کې کابلي، چې اوس د پوليسو په بند کې دی، ويلي، نوموړی د لومړۍ محکمې له خوا د هغې حقوقي دعوې په تړاو پر يو کال تنفيذي بند محکوم کړی شوی چې له ځينو کسانو سره يې له يو کال را په دېخوا لري.
د هغه په وینا د قضیې او د مقابل لوري نوم وا نه خيسيت، خو زیاته یې کړه، چې مقابل لوری، په بشپړه توګه غلط و او اسناد يې دقيق نه وو، خو دا چې باداران يې په سر کې ځای لري، پرېکړه د دوی په ګټه شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل