۰

شمالي او جنوبي کوریا جګړه په سوله بدلوي

شنبی ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د شمالي او جنوبي کوریا ولسمشرانو پرېکړه کړې، چې جګړه به د سولې په تړون بدلوي او د له دې وروسته به یو بل پر وړاندې نور هېڅ ډول دښمنانه ګام نه پورته کوي.
شمالي او جنوبي کوریا جګړه په سوله بدلوي
د شمالي او جنوبي کوریا ولسمشرانو پرېکړه کړې، چې جګړه به د سولې په تړون بدلوي او د له دې وروسته به یو بل پر وړاندې نور هېڅ ډول دښمنانه ګام نه پورته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این پرون سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې اترې کړې دي.

دغه دواړه مشران د یو بل خاورې ته ورتېر شول او د پانمونجوم چې د دواړو کوریاګانو تر منځ د سولې په کور کې یې دغه ناسته کړې ده.

د دغه مشرانو تر خبرو وروسته دواړو په یوه ګډه اعلامیه کې ژمنه کړې، چې د کوریا شبه جزیزه به له اټومي وسلو بې وسلې کوي او په دې برخه کې به له نړیوالې ټولنې سره مرسته کوي.

دغه راز دواړو مشرانو ژمنه کړې، چې د سولې له پاره به درې اړخیزه خبرې د امریکا په ګډون او څلور اړخیزه خبرې د چین په ګډون تر سره کوي.

دواړو مشرانو دا هم پرېکړه هم کړې، چې نور به دواړه هېواد د زېړ سمندر اوبو کې یو د بل پر وړاندې دښمنانه کړنو ته د پای ټکی اېږدي او دغه اوبه به د سولې به اوبو بدلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي