۰

د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د امریکا پوځ ویلي د افغانستان په ختیځ کې د دوی یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی
د امریکا پوځ ویلي د افغانستان په ختیځ کې د دوی یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي دي هیل ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغه دوه امریکايي سرتېرو ته له افغان سرتېرو سره یو ځای په یوه جګړه ییز ماموریت کې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرل جان نېکولسن هم د دغه امریکايي او افغان سرتېرو په مرګ ژوبله خواشيني ښودلې، د هغوی زړه ورتیا یې ستایلې او له کورنیو سرهیې خواخوږي ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټپي شوی امریکايي سرتېری له خطره وتلی، خو په دې اړه نور معلومات، چې دغه سرتېرو ته په کومه سیمه کې مرګ ژوبله اوښتې جزیات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه سرتېرو ته د طالبانو او که د داعش سره په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې.

افغان امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي