د لغمان چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې ۳۵ کلي د وسله والو مخالفینو له ګواښه پاک شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان والي محمد آصف ننګ چې د عملیاتو په سیمه کې له خبریالانو سره خبرې کولې و ویل، چې په دې عملیاتو سره د ټاکنو ۲۰ مرکزونه هم په امن کې شوی دي.
والي د ملکي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ویې ویل، هغه سیمې چې تر امنیتي ګواښ لاندې وې او یا هم په کې د وسله والو مخالفینو فعالیت تر سترګو کېده د عملیاتو په واسطه دغه ګواښ دفع شوی دی.
نوموړي زیاته په دې عملیاتو کې له هغو ۴۰ انتخاباتي مرکزونو چې ګواښ یې زیات بلل کېده، تقریباً ۲۰ مرکزونه اوس په امن کې دي. یعنې د انتخاباتو تر ورځې به پاتې تهدیدونه هم لهمنځه ولاړ شي.
د لغمان چارواکي وایي، په علیشنګ درې کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۵ لوی او کوچني کلي د وسلهوالو مخالفینو له ګواښه پاک شوي دي.
د دې ولایت چارواکو په عملیاتو کې د ګڼو وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې هم و ویل، خو دقیق شمېر یې ورنکړ.
باید و ویل شي، چې دا د نصرت په نوم پسرلنیو عملیاتو یوه برخه ده چې له شاوخوا اوو ورځو راهیسې په دې سیمه کې پیل شوي او لا هم دوام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل