۰

هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۳
په هلمند ولایت کې د هوايي برید پر مهال یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ځایي خلک یې ګڼ شمېر ولسي وګړي بولي، خو د هلمند چارواکي وايي برید پر طالبانو شوی دی.
هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه
په هلمند ولایت کې د هوايي برید پر مهال یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ځایي خلک یې ګڼ شمېر ولسي وګړي بولي، خو د هلمند چارواکي وايي برید پر طالبانو شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون دوشنبې د غويي ۱۰ مه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالس د کوفکي په سیمه کې شوی دی.

د نادعلي د ټولنیزې شورا یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو په یاده سیمه کې تلاشي کوله خو کله چې ټول په لمانځه ودرېدل هوايي برید وشو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه هوايي برید کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې تر لس ډېر په کې ولسي وګړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم په یاده سیمه کې د هوایي برید پخلی کړی خو وايي، دغه برید د طالبانو په یوه ګروپ شوی دی.

نوموړي ویلي، چې په دې برید کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبره یې رد کړې ده.

په ورته وخت وسله والو طالبانو په دغه برید کې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله رد کړې ده او ویلي یې دي، چې په برید کې ملکي وګړي په نښه شوي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي