۰

کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله نیول شوې ده

چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو غلو یوه ډله نیولې ده.
کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله نیول شوې ده
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو غلو یوه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي زیاتوي، چې د غلو دغه ډله د ښار د پنځمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو د ۱۰۱ آسمايي زون د منسوبینو له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له دغه ډله چې په بېلا بېلو سیمو کې په لسګونو جنایي پیښو کې لاس درلود درې میله کلاشنکوف، دوه میل تومانچه، او یو اندازه پوځي تجهیزات هم کشف او ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونی هم د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې څخه د وسله والو غلو یوه څلور کسیزه ډله د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي